Monday, 27 March 2023
سلیمان لایق
March 8, 2020

مه مې خندوه نارینه نه یم د خندا

زه یوه ناره یم د غمونو د دنیا

ستا په زندانو کې مې پېړۍ پېړۍ ژړلي

نشته راکې توان نور د غمونو د ژړا

زه د ژوند جوهر، د عشق ډېوه، د انسان مور ومه

تا کړمه نانزکه د شیطان د مشغولا

کله دې اسیره د ځنځیرو کړم د زرو

کله دې کړیو کې بندي کړم د طلا

دا زما په لاس کې کړۍ ندي اتکړۍ دي

زما د غوږ لښتۍ د وینځیتوب دي برالا

زما د سرو پېزوان د غلامۍ د ذلتونو

زما د غاړې هار مهار د ظلم دی د تا

ما د آزادۍ یوازې نوم دی اورېدلی

ژوند مې شو لوگی ددې عنقا په تمنا

زه په ټول تاریخ کې ملعبه ستا د شهوت ومه

یا یوه تحفه د ستمگرو د رضا

کله به چې خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم

پښې به مې شوې ماتې هر ظالم ته په نڅا

لرې له همځولو، له وطنه، له ملگرو نه

سترگې به مې پوچې کړې غمونو په ژړا

لاره د هوس کې هر فاسد د پټکي گل کړمه

ځای کې د عزت بیا بې عزته د هر چا

ستا شوه، امیري شوه، که میري شوه، که خاني شوه

زما شو، که آفت شو، که ذلت شو، که بلا

اوس راسره مات کړه د تاریخ دا ځنځیرونه

ایسته کړه له لارې تور دامونه د جفا

زه د انسان مور یمه، درنه یمه، آزاده یم

دا د بندگۍ زولنې لرې که له ما

سلیمان لایق